IQNA

د افغانستان موضوع د اسلامي ملګرتیاموسیسې دغونډې  يوه مهمه برخه ده

16:34 - March 17, 2022
د خبر لمبر: 3485552
تهران (ایکنا) - د پاکستان خارجه وزیر په یولړ څرګندونو کې ووئيل نړۍپه تیره بیا اسلامی هیوادونه باید د افغانستان له اوسني حکومت سره لازیات تعامل ولري ،څو د افغانستان د ولس له مخکې روانې ستونزې لازیاتې نشي او ددغه هیواد ولس له ستر انساني ناؤرینه وژغورل شي .

ایکناخبری اژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان د بهرنیوچارو وزیر شاه محمود قرېشي په اسلام اباد کې د اسلامی ملګرتیا موسیسې دغړو هیوادونودخارجه وزیرانو له اته پنځوسمې غونډې څوورځې مخکې په یوخبري کانفرنس کې ویلي،د افغانستان مسئله د اسلامي ملګرتیاموسیسې په کیدونکي غونډې کښې شامله ده، ځکه چې دغه هېواد دمګړی له سختو ستونزو سره مخ دی .هغه په افغانستان کښې لوږې او مختلفو بيماريو ته اشاره کړې او وئيلي ئې دي ،په دې کانفرنس کښې به له دغه هېواد سره د مرستو ټولولو په موضوع هم خبرې کېږي.

هغه په عین حال کې ووئيل نړۍپه تیره بیا اسلامی هیوادونه باید د افغانستان له اوسني حکومت سره لازیات تعامل ولري ،څو د افغانستان د ولس له مخکې روانې ستونزې لازیاتې نشي او ددغه هیواد ولس له ستر انساني ناؤرینه وژغورل شي .

 ټاکل شوې چې د راتلونکې اوري د میاشتې په دویمه نېټه د اسلامي تعاون تنظيم غونډه به په اسلام اباد کښې جوړه شي. په دغه غونډه کښې به د ګڼو نورو مهمو مسائلو تر څنګ د افغانستان په موجوده حالاتو هم بحثونه کېږي.

 

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i113540

captcha